د طالبانو د هرات ولایت د والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې د ترکمنستان له پولې سره د صفري نقطې په سیمه کې د تورغونډۍ بندر د پراختیا ساحې د چمتو کولو چارې رسماً پیل شوې دي.
د ترکمنستان اورګاډي اداره به په نږدې راتلونکي کې د اداري ودانیو، هنګرونو او پټلۍ د جوړولو چارې هم پیل کړي.
دغه مطبوعاتي دفتر وایي چې د هرات والي شیخ اسلامجار په لارښوونه د یاد ولایت د فواید عامې ریاست چارواکو دغه کار نن سې شنبه (د وږي ۱۸مه) پیل کړی دی. دغه دفتر زیاتوي چې د دې پروژې په چوکاټ کې د بندر د پراخېدو لپاره اړین بنسټیز کارونه ترسره کېږي.
د هوکړې پر بنسټ، د ترکمنستان د اورګاډي اداره به په نږدې راتلونکي کې د اداري ودانیو، هنګرونو، جومات او د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو چارې هم پیل کړي.
د هرات والي ویلي، هڅه کېږي چې د دې سترې پروژې ټول کارکوونکي او کارګران له کور دننه وګومارل شي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ بندر د پراختیا تړون د روان کال د زمري په نهمه په کابل کې د ترکمنستان د سفیر په حضور کې له یوه ترکمنستاني شرکت سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.
طالبانو هغه مهال ویلي و، چې په دې پروژه کې د ریلي ټرانسپورټي شبکې همغږي کول، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د انتقالاتو زیاتوالی او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول شامل دي.