امرالله صالح د مسعود په اړه د کرزي څرګندونې "شجاعانه او ملي" وبللې

۵ ورځې مخکې

د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د احمدشاه مسعود د تلین په تړاو د حامد کرزي څرګندونې "شجاعانه او ملي" بللې دي. کرزي ویلي، چې مسعود د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه وکړه او د خلکو په منځ کې پاتې شو. 

امرالله صالح د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت په خپل ایکس پوسټ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له څرګندونو مننه کړې ده.

نوموړي لیکلي: «زه د ملي اتل احمدشاه مسعود د یو سرتېري په توګه، له ښاغلي حامد کرزي د دې لپاره نهایت منندوی یم چې د ملي قهرمان په اړه یې شجاعانه او ملي نظر څرګند کړی.»

صالح زیاته کړې، چې کرزی له کلونو راهیسې د افغانستان د جلا پرېوتو ټوټو د یو ځای کولو هڅه کوي او دغه هڅې یې د ستاینې وړ دي.

د هغه په وینا، «په اوسني وضعیت کې چې نفاق او تعصب وده کوي، د ښاغلي کرزي څرګندونې د افغانانو د یووالي لپاره ارزښتناکه سیاسي هڅه ده.»

د صالح په باور، د احمدشاه مسعود تاریخي ستاینې، په داسې حال کې دي، چې طالبان په حسادت، نامشروع او ملي ضد ډول پر افغانستان واکمن شوي دي، ساده کار نه دی.

هغه ټینګار کړی: «باید دا ناسم تصور غلط ثابت کړو چې ګواکې افغانستان ژوندي ښه نه لري او تل مړه ستایل کېږي».

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل پوسټ کې د احمدشاه مسعود یاد تازه کړی او هغه یې د جهاد، وطن‌دوستۍ او د خلکو په منځ کې د دوامداره حضور له کبله «تلپاتې او د درناوي وړ» بللی دی.

نور خبرونه

رادیو