د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې دوو ازبکستاني شرکتونو د یاد وزارت له وزیر مولوي عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
منصور د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) د یادو شرکتونو له مسوولانو سره په کتنه کې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هر پلوه زمینه چمتو شوې او طالبانو په دې برخه کې «اړینې اسانتیاوې» رامنځته کړې دي.
منصور ټینګار کړی، چې ډېر ژر به د یاد وزارت او نوموړو شرکتونو د تخنیکي مسوولینو ترمنځ تخنیکي ناسته ترسره شي، څو تر اړینو همکاریو وروسته د هوکړه لیک لاسلیکولو او عملي اقداماتو پړاوونه پيل شي.