یو شمېر افغان سیاستوالو، پخواني ولسمشر کرزي، عبدالرب رسول سیاف، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، امرالله صالح، مارشال دوستم، عطا محمد نور، صلاح الدین رباني او اسماعیل خان، د احمد شاه مسعود د تلین په تړاو پیغامونه خپاره کړي او نوموړی یې ستایلی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو ضد جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د مړینې د ۲۴مې کلیزې په مناسبت هغه یو "ملي اتل" وباله.
کرزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي:« هغه څه چې احمد شاه مسعود تلپاتې او د درناوي وړ ګرځوي د هغه جهاد، هیواد پالنه او د خلکو په منځ کې دوامداره حضور و.»
د سولې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان خلک احمد شاه مسعود د یو وفادار مجاهد، د استقامت سمبول او له تعصب څخه پاک کس په توګه پیژني.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د شهیدانو اونۍ په تړاو په خپل یادښت کې لیکلي، چې «زموږ ملت دا اونۍ د هېواد د قدرمنو شهیدانو د هیلو او قربانیو درناوي ته ځانګړې کړې ده».
هغه وویل:«طالبان باید دا حقیقت ښه درک کړي چې داسې یو ولس، چې د فداکارۍ او استقامت دومره بډایه تاریخ لري، نه شي کېدای چې له خپلو مشروعو حقونو او ازادیو بېبرخې کړل شي، او نه پرې څوک نامشروع واک، که بهرنی وي او که داخلي، تپلای شي».
د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني په یوه پیغام کې وویل چې د مسعود نوم له "تقوا، ازادۍ، عدالت او زړورتیا" سره تړلی دی.
هغه ټینګار کړی، چې سیاسي ټولنه باید د "استبداد او انحصار" د له منځه وړو لپاره د مسعود او برهان الدین رباني په «فکري میراث» باندې تر بل هر وخت ډیر تمرکز وکړي.
اسماعیل خان په خپل پیغام کې وویل چې "د افغانستان په معاصر تاریخ کې تحمیل شوي رژیمونه له ناکامۍ سره مخ دي." هغه له اوسني بحران څخه د وتلو یوازینۍ لاره "د نظر یووالي ترلاسه کولو لپاره د توپیرونو منل او خبرې اترې" ګڼلې.
په همدې حال کې طالبان د احمد شاه مسعود د ترور د کلیزې په اړه چوپ پاتې دي او په دې اړه یې هیڅ پیغام نه دی خپور کړی.
احمد شاه مسعود ۲۴ کاله مخکې د ۱۳۸۰ کال د وږي پر ۸مه په تخار ولایت کې د القاعدې د دوه ځانمرګو بریدګرو له خوا ووژل شو.