د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، چې د افغانستان د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره د تمویل چوکاټ بشپړ شوی او اوس یې د جوړولو لپاره د پانګوالو په لټه کې دي. مکسات کالیکپاروف د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې تمه ده د تورغونډۍ-هرات پروژه تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړه شي.
د قزاقستان د ترانسپورت مرستیال وزیر مکسات کالیکپاروف د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې قزاقستان د تورغونډۍ-هرات اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره د تمویل جوړښت ترتیب کړی او تمه ده چې پروژه به تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړه شي.
د انټرفاکس د رپوټ له مخې، کالیکپاروف وویل: «پلان شوې ده چې د ۱۲۰ کیلومتره اوږدې تورغونډۍ-هرات اورګاډي کرښې پروژه پلې شي».
د هغه په وینا، د دې رېل پټلۍ جوړول به افغانستان ته د توکو د صادراتو او ترانزیت زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې به د پاکستان او هند بازارونو ته د لاسرسي امکانات برابر کړي.
د پروژې د پلي کېدو موده د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کلونو لپاره ټاکل شوې ده.
قزاقستان پر دې پروژې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې تیاری ښودلی او همدارنګه پلان شوې چې په هرات کې د پروژې د پرمختګ لپاره یوه لوژیستیکي او ترانسپورتي کمپنۍ جوړه شي.