میرویس عزیزي: هېوادونه او خیریه بنسټونه دې ژمنه شوې مرستې زلزله ځپلو ته پر وخت ورسوي

۵ ورځې مخکې

د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو پر مهال ټینګار کړی هغه هېوادونه او خیریه بنسټونه چې د مرستو ژمنې یې کړې، باید دغه مرستې په ټاکلي وخت زیانمنو خلکو ته ورسوي.

میرویس عزیزي په ایکس لیکلي: « ژمنه شوې مرستې باید پر وخت د زیانمنو سیمو خلکو ته ورسول شي، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې په لرې پرتو او سختلارو ځایونو کې موقعیت لري.»

نوموړي زیاته کړې چې د عزیزي بنسټ مسوولان او رضاکاران په نورګل او دره نور ولسوالیو کې لرې پرتو سیمو ته د بیړنیو مرستو رسولو کې بوخت دي، او دا بهیر به د عاجلو اړتیاوو تر پوره کېدو دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو