د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې له دې ښار څخه ووځي. دا خبرداری یوازې څو ساعته وروسته له هغه ورکړل شو، چې اسراییل اعلان وکړ چې په غزه کې به خپل هوايي بریدونه زیات کړي.
نتنیاهو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۷مه) په یوه ویدیويي بیان کې وویل: «د غزې اوسېدونکو ته وایم، له دې فرصت څخه استفاده وکړئ او په دقت سره زما خبرې واورئ: تاسو ته خبرداری درکړل شوی دی چې سیمه سمدستي پرېږدئ!»
هغه زیاته کړه، چې اسراییلي ځواکونه د غزې په ښار کې د یوې «ځمکنۍ عملیات» لپاره د تنظیم او ځای پر ځای کېدو په حال کې دي.
په عین وخت کې د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ د حماس په یوه برید کې چې د غزې ښار په څنډه کې ترسره شوی، څلور اسراییلي سرتېري وژل شوي او یو بل سرتېری ټپي شوی دی.