د خېبر پښتونخوا حکومت د رسمي شمېرو له مخې؛ پاکستان تېره ورځ ۴۷۲۷ کسان له خپل هېواده اېستلي، چې له ډلې یې ۳۹۱۱کسان د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکي دي. پاتې نور کسان بېاسناده او د «اېسيسي» کارت لرونکي افغان کډوال وو.
د یاد ایالتي حکومت په وینا؛ دغه کسان د تورخم او انګور اډې له لارې اېستل شوي او نن هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د اېستلو عملیات روان دي.
که څه هم نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له اسلام اباده غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو عملیات دې ودروي؛ خو پاکستاني چارواکو دغه غوښتنو ته چندان ارزښت نهدی ورکړی.