په خوست کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د یوې نجلۍ د تښتونې په تړاو ونیول شول

۴ ساعتونه مخکې

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، په دغه ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د یوې نجلۍ د تښتونې او جبري ودولو په تور نیول شوي دي. نوموړی وايي، د دغې پېښې نور جزییات د کلتوري حساسیتونو د ساتنې له‌مخې نه اعلانوي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) ویلي، دغو کسانو غوښتل یاده نجلۍ په جبر او له خوښې پرته نکاح ته اړه باسي، خو تر هغې مخکې نیول شوي دي.

هغه زیاتوي، د دغې پېښې نور جزییات د ټولنیزو او کلتوري حساسیتونو او ارزښتونو د ساتنې له‌مخې نه اعلانوي.

هغه خبرداری ورکړی، هر هغه کس چې د ښځو پر ازاد انتخاب تېری وکړي، د شرعي قانون منګولو ته به وسپارل شي.

نور خبرونه

رادیو