په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق اندېښنه څرګنده کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه یو شمېر اېستل شوي پخواني افغان پوځیان د طالبانو له لوري وژل کېږي او دا چاره یو لوی «بشري جنایت» دی.
هغه ویلي، د دغه ډول اسیرانو وژنه د انساني او اسلامي قوانینو سره ټکر کې عمل دی. هغه د دوشنبې په ورځ د (وري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه زیاته کړې: «دغه بشریت ضد کړنې دي او عاملین یې باید ځواب ورکړي.»
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې هم له ګاونډیو هېوادونو د اېستل شویو پخوانیو افغان پوځیانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي.
تر دې وړاندې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو د پخواني افسر عبدالولي نعیمي مړی د هغه له ورکېدو دوه اونۍ وروسته په کابل کې موندل شوی دی. ښاغلی نعیمي چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکی و، (د زمري په ۲۴مه نېټه) له ایرانه کابل ته ستون شوی و.
په کابل کې سرچینو ویلي، چې نوموړی (د زمري په ۲۴مه نېټه) کابل ته ستون شو او دوه ورځې وروسته لادرکه شو. د نعیمي کورنۍ د هغه له ورکېدو نږدې دوه اونۍ وروسته د نوموړي مړی د کابل عدلي طب له ریاسته موندلی و.