اسپانیا پر هغو الوتکو او بیړیو بندیز ولګاوه چې اسراییل ته وسلې لېږدوي

۶ ورځې مخکې

د اسپانیا حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسراییل ته وسله وړونکې بېړۍ او الوتکې به د اسپانیا له بندرونو او فضا د تېرېدو اجازه ونه لري، ځکه اسراییل په غزه کې پوځي عملیات ترسره کوي. د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر دا یهودضد ګام بللی.

اسپانیا، چې د۲۰۲۴ کال په می کې یې فلسطینی دولت په رسمیت وپیژند، د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په ځواب کې له تل ابیب نه خپل سفیر د مشورې لپاره بېرته مادرید ته غوښتی دی.

پر بېړیو او الوتکو د بندیز تر څنګ، د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچز ویلي هغه څوک چې په مستقیم ډول یې د غزې په سیمه کې په "نسل‌ وژنې" کې برخه اخېستې وي، اسپانیا ته به پرېنښودل شي.

اسراییل دې تورونو ته سخت غبرګون ښودلی او وایي چې د غزې کړنې یې نسل وژنه نه ده.

نور خبرونه

رادیو