په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو امر بالمعروف ریاست په دغه ولایت کې یو ځايي دیني عالم فاتح اغا نیولی دی.
د سرچینو په وینا، نوموړی طالبانو نظامي محکمې ته معرفي کړی دی.
د طالبانو اړوند رسنۍ وايي، چې نوموړی «د تفرقي خپرولو» په تور نیول شوی دی.
په کندهار کې ځايي سرچینو نن شنبه د «وږي ۱۶مه» وویل چې فاتح اغا د قادریه فرقې پیروی و او په دې برخه کې یې ځینې وخت جنجالي ویناوې کولې او په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدې.
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو ځینو ملاتړو د هغه پر نیول کېدو خوښي ښودلې او دا کار یې ستایلی دی.
د طالبانو اړوند حریت راډیو راپور خپور کړی، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري کندهار کې د فاتح اغا په نوم هغه کس نیول شوی، چې ټولنه کې یې «د یووالي د له منځه وړلو» هڅه کوله.
سرچینې ویلي، د تورن کس دوسیه له لومړنیو پلټنو وروسته د کندهار نظامي محکمې ته سپارل شوې څو په اړه یې قانوني پرېکړه ترسره کړي.
دوی ادعا کړې، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هڅه کوي ټولنه له هر ډول فساد پاکه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند د ابراهیم ګیلاني په لاسلیک په یوه تعهد لیک کې د هغه د نیولو خبر ورکړی و خو بیا وروسته د پارلمان پخواني غړي سید اسحاق ګیلاني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د ابراهیم ګیلاني د نیولو ادعا رد کړه.
د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند سېف خیبر پر ابراهیم ګیلاني له تصوف نه د ناوړه استفادې تور پورې کړی و او ویلي یې و، چې دې کسانو د دین تر پوښښ لاندې داسې کړنې کولې چې د شریعت خلاف وې.