په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي مصطفی وایي، د کابل له ارغندي نه یې ننګرهار ته د ۲۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځونې چارې رسماً پیل کړي او له دې سره به د ازبکستان له وارداتي برېښنا نه ۱۲۶ مېګاواټه برېښنا ورکړل شي.
نوموړی زیاتوي: «د ۱۸میاشتو په جریان کې به بشپړ شي، تقریباً ننګرهار او کونړ دواړه به د برېښنا له سهولته برخمن شي». په یاد ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس د دغه نوي سب سټېشن جوړېدو چارې د صنعت کارانو لپاره هم ګټور ګام بولي. د هغه په وینا، له دې سره به د صنعتکارانو د برېښنا ستونزه هم اواره شي.
دا پروژه داسې مهال پرانېستل کېږي چې طالبانو په وار-وار خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې پر وارداتي برېښنا یې خپله تکیه کمه کړې؛ خو بر عکس لیدل کېږي چې دغه ډله هره ورځ د ازبکستان او ترکمنستان د وارداتي برېښنا د لا ډېرې کارونې او واردولو اړوند پروژې پرانېزي.
د جاوید افغان د اوسپنې ویلي کېدو او ترېشلو د جوړېدو فابریکې مشر حاجي تور ملنګ د افغان صنعتکارانو لپاره د برېښنا اړتیا پوره کول مهمه ګڼي. د نوموړي په خبره: «که چېرته دا پروژه څومره یې کارونه ژر تر ژره وشي، نو دلته به په سلګونه فابریکې جوړې شي. مونږ دلته حصارشاهي صنعتي پارک لرو او د برېښنا د نشتوالي له کبله غیر فعال دی».
هغه زیاتوي چې په ننګرهار کې د صنعت پر وړاندې تر ټولو لویه ننګوونه د برېښنا نشتوالی دی او که دې برخه کې رېښتونې هڅې وشي، نو ورسره به د کارخونو شمېر ډېر شي او افغانستان به ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي.
هممهاله د میرویس عزیزي په نوم یو افغان پانګه څه موده مخکې له طالبانو سره د ۱۰مېلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ او تازه یې ژمنه کړې چې لومړی پړاو یې له هرات څخه پیلوي، خو لا هم د دغه پروژې د عملي چارو څرک نه دی لیدل شوی.
طالبانو همدا تېره ورځ په کابل کې له پانګهوالو سره یوه ګډه غونډه لرله او په کې یې په کور دننه د برېښنا د تولید په تړاو بحثونه او ژمنې کړې دي. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان یوازې ژمنې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم دا خبره کړې چې پر وارداتي برېښنا خپله تکیه را کموي.