لسګونه مدني بنسټونو د یوه افغان مدني فعال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۲ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو تر ۳۰ ډېرو بنسټونو او د افغانستان د معترضو ښځو غورځنګ په یوه ګډه بیان کې غوښتنه کړې، چې طالبان دې مدني فعال او د بشري حقونو مدافع احمد مجتبا محمدي خوشې کړي. ښاغلی محمدي تېره میاشت له ایرانه تر اېستلو وروسته د طالبانو استخباراتو په پروان ولایت کې ونیوه.

د محمدي کورنۍ وایي، چې هغه د طالبانو تر نیولو وروسته په کابل کې د دغې ډلې د استخباراتو له لوري شکنجه شوی دی. هغه مدني بنسټونه چې د ښاغلي محمدي د خوشې کېدو غوښتنه کوي وايي، چې نوموړی په زندان کې په فزيکي او ذهني ډول شکنجه کېږي.

لاسلیک کوونکو ویلي، چې محمدي یوازې د هغه د سوله‌ییزو مدني او بشري فعالیتونو، د ازادۍ دفاع، د ښځو او مدني ټولنو د حقونو د سرغړونې پر وړاندې د اعتراض په تور نیول شوی دی. د دوی په باور؛ د هغه نیول د افغانستان او نړۍوالو بشري تړونونو سره په ټکر کې دی.

دغه بنسټونو په یوه خپاره شوي بیان کې د احمد مجتبا محمدي د ژر تر ژره او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دغه ډول هغوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د هغه امنیت تضمین کړي او د نوموړي او نورو بشري فعالانو لپاره د بېړني ملاتړ او د پناه‌غوښتنې زمینه برابره کړي.

دغو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د احمد مجتبا محمدي قضیه د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو د ناوړه وضعیت یوه څرګنده بېلګه ده. یاسمین یقین نبي‌زاده چې د دغه غوښتنلیک له لاسلیکوونکو څخه ده، افغانستان انټرنشنل ته یې وویل، چې د ایران او پاکستان له لوري د زرګونه کډوالو بېرته ستنېدل هغوی له ناروښانه برخلیک او سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، دغې ډلې په وار، وار د مدني او بشري حقونو فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

نور خبرونه

رادیو