د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند (Reform UK) مشر نایجل فراج اعلان کړی چې که د دغه هېواد لومړی وزیر شي، نو افغان ښځینه پناهغوښتونکې به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستوي.
د هغه دې څرګندونې د افغان پناهغوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.
هغه له سکای نیوز سره په مرکه کې تایید کړه، که یې واک ته ورسېږي، هغه افغانان ان که مېرمنې هم وي چې د مانش له کاناله برېټانیا ته د ننوتو هڅه وکړي؛ نو سملاسي به ونیول شي او بېرته به یې افغانستان ته وشړي. نوموړي زیاته کړه چې کېدای شي د ماشومانو لپاره بېل شرایط په پام کې ونیول شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او ګڼ نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو سازمانونه په دغه هېواد کې د ښځو او لږکیو د پراخو حقونو د نقض راپورونه خپروي. د ښځینه پناهغوښتونکو بېرته داسې وضعیت ته ستنول چې پهکې د ځورونې، تبعیض او سختو ټولنیزو محدودیتونو جدي خطر موجود وي، پراخ انساني زیانونه رامنځته کولای شي.
فراج همداراز اعلان کړی چې که واک ته ورسېږي، برېټانیا به د اروپایي بشري حقونو له تړون نه وباسي، د پناهغوښتونکو لپاره ځانګړي هوټلونه به وتړي او ناقانونه کډوال به په پوځې اډو کې ځای پر ځای کړي. هغه ژمنه وکړه چې د «ناقانونه کډوالۍ قانون» له تصویب وروسته به د پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو الوتنې د افغانستان او نورو هېوادونو پر لور په دوو اوونیو کې پیل شي.
د کډوالۍ چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دغه تګلاره عملي شي، نه یوازې د نړۍوالو اصولو خلاف ده، بلکې په عملي ډول هغه حالت ته د افغان ښځو بېرته ستنول دي چې خپله ملګري ملتونه یې هم له «جنسیتي اپارټایډ» سره ورته بللی دی.
د امریکا په ګډون په ډېری هېوادونو کې د کډوالو ضد سیاستونو افغانان هم سخت زیانمن کړي او همدا اوس د متحدو ایالتونو تر څنګ له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د افغانانو د اېستل کېدو پراخ بهیر روان دی. پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د ملګرو ملتونو سره د ثبت کډوالو «پي او ار» کارټلرونکو او بېاسنادو افغانانو د اېستل جدي لړۍ پیل کړې او پولیس په بېلابېلو ایالتونو کې کور په کور افغانانو پسې د لټون عملیات کوي.
هممهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او یو شمېر نور سازمانونه اندېښنه څرګندوي چې افغانستان وار دمخه له بشري ناورین سره مخامخ دی او د دغه کډوالو په ستنېدو سره د بې روزګارۍ، فقر او اقتصادي بې ثباتۍ وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
همدا راز اندېښنه ښودل شوی چې د بېرته ستنېدونکو مېرمنو او نجونو په ژوند کې هم د طالبانو تر واک لاندې سخت محدودیتونه او بندیزونه راغلي دي.