د طالبانو یوه پلاوي په اندونیزیا کې د اوبو او اقلیم مدیریت تجربې له نږدې وکتلې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، چې پنځه کسیز طالب پلاوي اندونیزیا ته د سفر پرمهال د اوبي سرچینو مدیریت، د اوبو لګونې اتومات سیستمونه، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت مرکزونه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي میکانیزمونه او د بیړنیو عملیاتو سیستمونه څېړلي دي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالب پلاوي د اندونیزیا د مالیې وزارت، د اسلامي بانکدارۍ کوپراتیفونو او نورو ادارو فعالیتونه هم له نږدې کتلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د چاپیریال ساتنې پلاوي د پېښو د مخکینۍ خبرتیا سیستمونه او د کلیو د مقاومت پروژې هم له نږدې کتلې دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د‌ پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین العابدین اندونیزیا ته دغه سفر اغېزناک بللی او وايي:« موږ هڅه کوو چې د اندونیزیا د سفر له لاسته راوړنو څخه د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخو کې ګټه واخلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ګډو همکاریو پر بنسټ په ګډه اقدامات ترسره شي».

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ویلي، چې طالب پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د اقلیمي بدلون، د اوبو مدیریت، د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالي، اسلامي بانکدارۍ او د ټولنې پر بنسټ پروژو کې د خلکو د رول په اړه مهم معلومات ترلاسه کړل.

نور خبرونه

رادیو