د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له علي خامنهيي سره په خبرو کې ویلي، چې ټاکل شوې ده روسیه او چین په ايران کې اقتصادي پانګونه وکړي او ترکيې هم ژمنه کړې، چې له ايران سره به اقتصادي راکړې ورکړې زياتې کړي.
پزشکیان د یکشنبې په ورځ د حکومت د وزیرانو د لیدنې په غونډه کې له خامنهیي سره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلې دوه ساعته ناستې یادونه وکړه چې د شانګهای په غونډه کې په چین کې ترسره شوې وه.
هغه وویل: «پوتین خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې ایران ته لاړ شي، ستونزې هوارې کړي او پانګونې ترسره کړو.»
پزشکیان د خپلو خبرو په دوام کې د چین او ترکیې له لوري په ایران کې د پانګونې خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «زموږ هوکړې له دغو دواړو هېوادونو سره هم روانې دي.»
هغه تایید کړه، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم خپل اقتصادي ټیم ته امر کړی، چې له ترکیې ایران ته لاړ شي او په یوه ناسته کې د ایران او ترکیې مبادلات له اته میلیارد ډالرو څخه ۳۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي.
پزشکیان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ایران اقتصادي وضعیت په ځانګړي ډول له اسراییل سره تر جګړې وروسته او د درېیو اروپايي هېوادونو له لوري د ماشه مېکانېزم له پيل سره سخت بحراني شوی دی.