د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر نړیوالې ټولنې او هېوادونو غږ کړی، چې پر افغانستان لګیدلي مالي او بانګي محدودیتونه دې پای ته ورسوي.
هغه وویل:« دا محدودیتونه نه یوازې دا چې زمونږ په ګټه نه دي بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم نه دي.»
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه (د وږي ۱۵مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر په کابل کې د پانګونې د جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د خپلې وینا پرمهال وویل چې مالي او بانګي محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جذب پر بهیر ناوړه اغېز کړی.
ملا برادر همدراز زیاته کړه افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو درلودلو له امله غني هېواد بلل کېږي.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، د کنفرانس موخه د افغانستان د برېښنا په سکټور کې د پانګونې وړتیا او موجودو فرصتونو معرفي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو دوامدار جذب، د ستونزو پېژندنه او د مناسب حللارو وړاندې کول و.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پخواني جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، نړۍ پر افغانستان مالي او بانکي بندیزونه ولګول او د هېواد شتمنۍ یې کنګل کړې.