د المان د بشر دوستانه سازمان «یوهانېټر» اعلان کړی، چې په کونړ ولایت کې به دوه ګرځنده کلینیکونه جوړ کړي او په ورځ کې به یې د شاوخوا ۲۰۰ زلزلهځپلو درملنه وکړي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې لا هم د کونړ او ننګرهار ټولو زیانمنو کلیو ته لاسرسی ممکن نه دی.
دغه سازمان ویلي، چې د دې زلزلې زیانمنو ته د مرستې لپاره به دوه ګرځنده طبي ډلې چې په کې ډاکټر، نرس، قابلې او روانشناس شامل دي، په راتلونکو درېیو میاشتو کې بېلابېلو کلیو ته سفر وکړي.
په افغانستان کې د یوهانېټر د ماموریت مشر سید مختار وویل: «دا ډلې به درمل او رواني-ټولنیزه مرسته وړاندې کړي. جدي پېښې به لویو ښارونو ته د کلینیکونو لپاره راجع شي.»
د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې په سیمه کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي او د زلزلې قوي پسلرزې بیا د زلزلهځپلو سیمو وضعیت نور هم خراب کړی دی.
یوهانیټر سازمان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په کابل کې استازی لري او د طبي خدماتو د ښه کولو لپاره هڅې کوي.