انورالحق احدي: په افغانستان کې اوسنی وضعیت د حکومت او ملت په ګټه نه دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

د مالیې پخوانی وزیر او د افغانستان د اماني صندوق د بورډ غړی انوارالحق احدي وايي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د «حکومت، ملت او دولت» په ګټه نه دی او د افغانستان حالت تر پخوا ډېر کمزوری شوی. احدي وايي، نړۍوال له خپلو پرېکړو نه تېرېږي او طالبان اصلاحات نه راولي چې زیان یې ولس ويني.

د مالیې پخواني وزیر او د افغانستان د اماني صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي: «د نړۍوالو بندیزونو یو لامل دا دی، چې سیاسي بدلون یې په دې بڼه نه غوښت، بلکې د دوحې د موافقې پر بنسټ یې د بدلون هیله لرله.»

نوموړي ویلي، چې د افغانستان پر مرکزي بانک بندیزونو خصوصي بانکونه هم زيانمن کړي او نړۍوال بانکونه د زیان له وېرې له دوی سره معاملې نه ترسره کوي.

احدي زیاته کړې، چې په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه کمزوري شوي او کورنۍ پانګونه کمه شوې ده، چې له امله یې فقر اوج ته رسېدلی دی.

هغه ویلي: «که د افغانستان اقتصادي پالیسي بدله نه شي، له نړۍ سره زموږ اقتصادي او سیاسي اړیکې دواړه نه شي جوړېدلی.»

انوارالحق احدي وايي، طالبان باید نجونو ته د زده‌کړې او ښځو ته د کار اجازه ورکړي او ګډ حکومت جوړ کړي، تر څو د نړۍ په نظر کې بدلون راشي.

هغه ټينګار کړی، چې اوسنی حکومت باید خلکو ته ځواب ووايي.

د ښاغلي احدي په خبره، مخکې افغانستان په منځني ختيځ کې له پياوړو هېوادونو څخه وو؛ خو اوس مهال د کمزورو هېوادونو په نوملړ کې دی او ان له کمزورو هېوادونو هم د مرستې تمه لري.

نوموړی وایي، چې د اقتصادي ستونزو اصلي لامل د بانکدارۍ له لارې نه، بلکې په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو کموالی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي‌ مرستیال نن په یوه غونډه کې د نړۍوالې ټولنې له لورې پر افغانستان د مالي او بانکي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. برادر دا بندیزونه د سیمې او نړۍ په زیان ګڼلي.

طالبان په داسي حال کې د مالي او بانکي‌ بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي، چې افغانستان کې دا مهال میلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۹۷ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي، چې له امله یې ښځې او ماشومان اغېزمن کړي.

کارپوهان وايي، چې همدې پراخو بندیزونو ډېره کمه پایله ورکړې او ډېر مهال یې د واکمنانو پر ځای پر عامو خلکو اغېز کړی.

نور خبرونه

رادیو