طالبانو په هلمند کې د ناقانونه توکو د قاچاق په تور ۳۵ کسان نیولي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

په هلمند ولایت کې د طالبانو د فرعي ګمرکونو ریاست ویلي، چې د بهرامچې ولسوالۍ په رباط او د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په سیمو کې یې په ۱۸ موټرو کې بار ۳۳ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو د واردولو مخه یې نیولې ده او په دې تړاو یې ۳۵ کسان هم نیولي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د فرعي ګمرکونو ګرځنده ډلو د تېري یوې اوونۍ په لړ کې په ۱۸ موټرو کې بار ۳۳ ټنه ناقانونه واردېدونکي توکي نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې یو شمېر کسانو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته له ګاونډي هېواد څخه هلمند ته وارد کړي. طالبانو د ناقانونه توکو د واردولو په تور ۳۵ کسان هم نیولي دي.

طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې، چې یاد ناقانونه توکې له کوم هېواد څخه هلمند ته انتقال کېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا په ګمرکونو کې د لوړې مالیې اخېستلو له امله اوس ګڼ کسان له پاکستان او ایران څخه د درملو، تېلو، خوراکي او غیر خوراکي توکو په ګډون یو شمېر توکي له محصول پرته پر ناقانونه لارو هلمند ته واردوي.

نور خبرونه

رادیو