د افغانستان په ختیځ کې له زورورې زلزلې وروسته د کونړ، ننګرهار او لغمان په ځینو سیمو کې د سختې وېرې او رواني فشار له امله د یو شمېر مېندو شېدې کمې او یا هم بیخي وچې شوې دي. دغه وضعیت د هغو ماشومانو لپاره چې د مور په شېدو تغذیه کېږي، د جدي اندېښنې وړ دی.

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې مرکز اسعداباد، خاص کونړ، نرنګ، سرکاڼو، شیګل وټه‌پور، ماڼوګی او چپه دره هغه ولسوالۍ دي چې ښځې په‌کې له رواني فشارونو او وېرې له امله سختې اغېزمنې شوې دي. دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې شېدې ورکوونکې مېرمنې نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته شېدې ورکړي.

روغتیاپالان وایي، کله چې ښځې له سختو طبیعي پېښو، وېرو او رواني ټکانونو سره مخامخ کېږي؛ د بدن هورموني سېستم سخت اغېزمنېږي او په پایله کې د هغوی د شېدو تولید ورسره کمېږي. د روغتیاپالانو په وینا؛ دغه مېرمنې د فزیکي ملاتړ ترڅنګ رواني ملاتړ او پاملرنې ته هم اړتیا لري.

یوه روغتیاپاله چې د کونړ په یوه ځايي کلینیک کې د ښځو او ماشومانو درملنه کوي، وايي: «په تېرو څو ورځو کې ډېرې داسې مېندې موږ ته راغلې دي، چې وايي شېدې یې وچې شوې دي. دا یوه طبیعي موضوع ده، ځکه چې د وېرې او فشار له امله د ښځې بدن هورمون بدلېږي.»

همداراز دغه روغتیاپاله د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي، چې دا ډېره لویه ننګونه ده. هغې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «موږ ډېر لږ امکانات لرو. د رواني ملاتړ لپاره هېڅ پروګرام نه‌شته. د ښځو لپاره ښځینه ارواپوهانې بیخي نه‌لرو؛ یوازې څو قابله‌ګانې او نرسانې دي. دا حالت زموږ لپاره لویه ننګونه ده.»

په ډېرو هېوادونو کې د طبیعي پېښو او ناورینونو له امله اغېزمنو خلکو ته د رواني ملاتړ ځانګړي پروګرامونه جوړېږي او د ارواپوهانو ډلې د مرستې لپاره سیمو ته استول کېږي. دغه ملاتړ نه یوازې د ښځو؛ بلکې د ټولو اغېزمنو کسانو د رواني او ټولنیز ټیکاو لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

په کونړ او د افغانستان په نورو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت او د متخصصو ښځینه ارواپوهانو نشتوالي دغه ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د روغتیايي سرچینو څخه د ترلاسه‌شویو معلوماتو له‌مخې؛ په ځینو ولسوالیو کې ښځینه روغتیاپالانې د ګوتو په شمېر دي او د ښځینه ارواپوهانو حضور بیا چې وکړای شي اغېزمنو ښځو ته رواني ملاتړ وړاندې کړي، تر ډېره بریده ناشونی ښکاري.

ارواپوه محمد (مستعار نوم) وایي، د زلزلې د اغېزو تر څنګ، د رواني ملاتړ نشتوالی د ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کوي. د هغه په باور، اړینه ده چې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو او روغتیايي ادارو له‌خوا د رواني او ټولنیز ملاتړ لپاره ځانګړې پروژې پیل شي؛ څو د مېندو او ماشومانو د ژوند خوندیتوب تضمین شي.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا؛ رواني ملاتړ د دغه ښځو لپاره ډېر اړین دی ځکه چې یوازې درمل یا خوراکي توکي د ستونزې بشپړه درملنه نه‌شي کولای. د هغوی په باور، له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره همغږي او د ارواپوهانو لېږل د حل یوازینۍ لاره ده.

د کونړ اوسېدونکي وایي، زلزلې یوازې د خلکو کورونه او شتمنۍ نه؛ بلکې د هغوی ذهني او رواني وضعیت هم سخت اغېزمن کړی دی. که د مېندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره بېړني ګامونه پورته نه شي، د هغوی روغتیا به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. دوی له نړۍوالو بنسټونو او طالبانو غوښتنه کوي، چې د کونړ زلزله‌ځپلو ته ځانګړې رواني او روغتیايي مرستې برابرې کړي؛ څو د مېندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښه وژغورل شي.

د هېواد په ختیځ، په ځانګړې توګه کونړ کې پرله‌پسې زلزلې د ښځو ترڅنګ ماشومان هم سخت ځپلي دي. تازه د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children) ویلي، د افغانستان په ختیځ کې په پرله‌پسې توګه د زلزلو جټکو هغه ماشومان سخت وېرولي چې په وروستۍ خونړۍ زلزله کې یې خپلې مېندې او پلرونه له لاسه ورکړي دي. دغه زلزله په تېرو ۳۰ کلونو کې بې‌سارې وه او د مړو شمېر یې ۲۲۰۰ څخه هم لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له‌مخې، له ۲۶۰ زرو ډېر ماشومان د یادې زلزلې له امله اغېزمن شوي او د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو مېندې او پلرونه په کې مړه شوي دي. همداراز له ۵ زرو ډېر کورونه نړېدلي او زرګونه کورنۍ اړې شوې، چې په خېمو یا هم تر شنه اسمان لاندې ژوند تېر کړي.

نور خبرونه

رادیو