ډونالډ ټرمپ: حماس دې سمدستي ټول ۲۰ یرغمل شوي کسان خوشې کړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، حماس باید ټول ۲۰ ژوندي پاتې شوي اسراییلي یرغمل شوي کسان سمدستي خوشې کړي او که دا کار وشي، جګړه به هم په چټکۍ سره پای ته ورسېږي.

نوموړي په خپل ټروټ سوشال ټولنیزې شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره زیاته کړې: «حماس ته ووایاست چې سمدستي ټول ۲۰ یرغمل شوي کسان خوشې کړي (نه ۲ یا ۵ یا ۷ تنه!)، هغه وخت به حالت ژر بدل شي او هر څه به پای ته ورسېږي!»
د اسراییلي چارواکو په وینا، په غزه کې وسله والې ډلې اوسمهال ۴۸ یرغمل شوي کسان په واک کې لري؛ چې پکې ۴۷ تنه د هغو ۲۵۱ کسانو له ډلې دي چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۷مه د حماس او د دوی د متحدینو له خوا برمته کړل شوي وو.
د اسراییل پوځ د یاد شمېر یرغمل شویو کسانو له ډ لې د لږ تر لږه ۲۶ کسانو مړینه تاییدوي. د چارواکو په وینا، اټکل کېږي چې ۲۰ نور به لاهم ژوندي وي او د دوو نورو د روغتیايي وضعیت په اړه جدي اندېښنې شته.

نور خبرونه

رادیو