ډونالډ ټرمپ: شي جین پینګ، کېم جونګ اون او پوتین د امریکا پر ضد پټې مشورې کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین ولسمشر شي جین پینګ، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې تورن کړل، چې ګواکې دوی په بېجینګ کې د غونډې پر مهال د امریکا پر ضد پټې مشورې کړې دي.

ټرمپ ویلي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د چین ولسمشر شي جین پینګ به د امریکا له لورې د چین د ازادۍ لپاره د ورکړل شویو سترو مرستو او وینې یادونه وکړي او که نه.
نوموړي دغه راز وویل: «مهرباني وکړئ زما سلامونه ولادیمیر پوتین او کېم جونګ اون ته ورسوئ، په داسې حال کې چې د امریکا پر ضد مشورې کوي.»

نور خبرونه

رادیو