د پاکستان په ګلګټ کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

د پاکستان د ګلګت بلتستان د دیامر ولسوالۍ چلاس ښار په تور سیمه کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې په دغه چورلکه کې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.

د ګلګت بلتستان ځایي حکومت ویاند فیض‌الله فراق وایي، چې په یاده پېښه کې د چورلکې دوه پیلوټان او درې تخنیکي کارکوونکي مړه شوي دي.

د دیامر ولسوالۍ د امنیې مرستیال قوماندان عبدالحمید د چورلکې نسکورېدو او مړینې خبره منلې او زیاته کړې یې ده، چې دغه پوځي چورلکه د امتحاني ناستې پر مهال رالوېدلې ده. ښاغلي فراق د چورلکې نسکورېدو لامل تخنيکي ستونزه یاده کړې.

دا په څو اونیو کې دویمه ورته پېښه ده؛ تر دې وړاندې په باجوړ کې هم یوه چورلکه نسکوره شوې وه چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو