په غزني ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او ۱۳ نور ټپيان دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د غزني ولایت په ګیلان او قره باغ ولسوالیو کې د دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او ۱۳ نور ټپيان دي.

په غزني کې د طالبانو سیمه‌ییز امنیتي مسوولین وایي، لومړۍ پېښه په ګیلان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې دوه مسافر وړونکي موټر سره ټکر شول او له امله یې یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شول.
د دوی په وینا، دویمه پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ د مشکي په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې دوه موټرسایکلونه سره ټکر شول، چې له امله یې دوه کسان ټپیان شول.
طالبانو د دغو پېښو لامل د موټر او موټرسایکل چلونکو بې احتیاطي او چټکتیا ښودلې ده.

نور خبرونه

رادیو