د امریکا په منیاپولیس ښار کې پر کاتولیک ښوونځي ډزې؛ ۳ ماشومان وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د امریکا د منیاپولیس ښار په یوه کاتولیک ښوونځي کې یوه وسله وال کس پر ماشومانو ډزې کړي، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او ۱۷تنه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، بریدګر رابین ویسټمن نومېږي او شل کلن دی.

د دوی په خبره، یاد کس د کلیسا له کړکیو څخه پر هغو زده‌کوونکو ډزې وکړې چې د ماس د نمانځنې پر مهال دننه ناست وو.

د راپورونو له مخې، له دغې پېښې وروسته بریدګر ځان وژنه کړې ده.

د پولیسو مشر بریان اوهارا دا پېښه د "بې‌رحمۍ او بزدلۍ" څرګندونه وبلله او زیاته یې کړه، چې پر بېګناه ماشومانو او د نمانځنې پر ګډونوالو برید هېڅ توجیه نه لري. وژل شوي ماشومان له ۸ تر ۱۰ کلونو عمرونه لري.

یاده پېښه د «نانسیېشن کاتولیک ښوونځي» له پیل کېدو دوه ورځې وروسته رامنځته شوې ده، دا له کلیسا سره تړلی خصوصي ابتدايي ښوونځی دی، چې نږدې ۴۰۰زده‌کوونکي لري.

نور خبرونه

رادیو