طالبانو په پروان او پکتیا کې د دوو ښځو په ګډون ۱۳ کسان په دُرو وهلي او زنداني کړي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د طالبانو ستره محکمه وايي، په پروان او پکتیا ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۳ کسان «د نامشروع اړیکو، غلا او د نشه يي توکو د استعمال او خرڅلاو» په تړاو په عام محضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

د دغې محکمې د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې د دوو ښځو په ګډون ۱۲ کسان په پروان کې د نامشروع اړیکو، د نشه يي توکو د کارونې او خرڅلاو له امله په عام محضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتيا ولایت د څمکنيو ولسوالۍ ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې، یو کس د غلا په تړاو ۳۰ دُرې وهل شوی او پر شپږ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

په پروان ولایت کې د طالبانو د مرافعې محکمې رييس ذبیح الله خالد ویلي، په اسلامي هېواد کې چې الهي حدود او تعزیرات پر مجرمینو تطبیق کېږي، نو ورسره د مسلمانانو ژوند، مال او ناموس خوندي وي او په اسلام کې مجرمینو ته ټاکل شوې جزاوې د خلکو په خیر دي.

نور خبرونه

رادیو