د بشري حقونو د څار اداره: د افغان مېرمنو راتلونکی د ژور بشري ناورین پر لور روان دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته د افغان ښځو ژوند په یو ژور بشري ناورین بدل شوی دی.

هغې د فرانسې ۲۴ ټلوېزون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې طالبانو د مېرمنو پر ضد فرمانونو او محدودیتونو په خپرولو سره له دوی څخه بنسټیز حقونه لکه زده ‌کړې، کار او په عامه ژوند کې د ګډون فرصتونه اخیستي دي.

عباسي ټینګار وکړ، چې د افغان ښځو پر وړاندې دغه چلند یوازې د فردي ازادیو نقض نه دی، بلکې د ټولنې د پرمختګ پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

مېرمن عباسي زیاته کړې، نړۍواله ټولنه تر ډېره د غندنو او اعلامیو تر کچې پاتې شوې ده، خو تر اوسه یې پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره هېڅ داسې عملي تګلاره نه ده پلي کړې، چې د افغان مېرمنو په ژوند کې د مثبت بدلون لامل شي.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې که نړۍواله ټولنه د طالبانو پر وړاندې منظم او اغېزمن فشار رانه وړي، نو د افغان ښځو راتلونکی به لا هم تیاره، له محرومیت او کړاوونو ډک پاتې شي.

هغې له نړۍوالو غوښتي، چې د ښځو د حقونو خوندیتوب یوازې د شعار په کچه پرېنږدي، بلکې عملي ګامونه واخلي، څو افغان نجونې او ښځې وکولای شي د زده‌کړې، کار او انساني کرامت د ژوند له حقونو برخمنې شي.

نور خبرونه

رادیو