د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کوي چې دغه ډله د افغانستان د لرغونو اثارو ساتنې ته ژمنه ده او په په دې برخه کې یې ځینې پروژې هم پیل کړي، خو نړۍوال یې باید لاسنیوی وکړي.
د دغه وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیقالله عزیزي په بامیان ولایت کې د لرغونو اثارو د بیا رغونې له چارو د کتنې پرمهال ویلي چې دغه اثار د بشري تمدن ګډه شتمني ده او باید د ساتنې په برخه کې یې نړیوال همکاري وکړي.
نوموړي همدا راز ویلي چې په بامیانو د تاریخي اثارو د بیارغونې د چارې په بشپړېدو به دلته د سېلانیانو تګ راتګ زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بامیان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي اثارو او ځایونو د ویجاړې او په دې برخه کې د لازم نه پام په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
طالبان داسې مهال د هېواد تاریخي اثارو ته ځانونه ژمن بولي چې یادې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د بامیان لرغونی بت وویشت او ویجاړ یې کړ او دغه کار په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارول.