پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د لوبو سامان په ډول بم چاودنه کې دوه ماشومان ټپيان شوي دي. ډان ورځپاڼې د پولیسو په حواله ویلي چې چاودنه د «سیدجلال چېکپواینټ» ته نږدې په یوه کور کې شوې ده.
ویل کېږي چې ماشومانو په دې سامان ډوله بم لوبې کولې. ټپيان شوي ماشومان یو یې ۸ او بل یې ۶ کاله عمر لري او سره وروڼه دي. دوی د درملنې لپارهد میرامشاه روغتون ته وړل شوي دي.
د روغتون چارواکي وايي، چې د دواړو ماشومانو روغتيايي وضعیت ښه دی. د راپور له مخې، تر پېښې وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او سيمه یې محاصره کړې ده.
لومړنۍ پلټنې ښيي چې د لوبو د سامان په ډول جوړ شوی بم یا خو په نامعلوم ځای کې غورځول شوی او یا ماشومانو د لوبو لپاره کور ته وړی و.