په داسې حال کې چې ایران په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغانان له دغه هېواده په جبري توګه اېستلي، خو بیا هم یو شمېر افغانان هڅه کوي له بېلابېلو لارو په غېر قانوني ډول دې هېواد ته ولاړ شي.
طالبانو تازه ایران ته د غېرقانوني تګ په تور ۲۰ کسان نیولي.
طالبانو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د هغو شلو کسانو د نیولو خبر ورکړ، چې غوښتل یې د هېواد له پولې ایران ته په ناقانونه توګه ننوځي.
د طالبانو تر واک لاندې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاد شمېر کسان د نهمې سرحدي لوا د اووم کنډک د منسوبینو د کشفي عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
طالبانو په داسې حال کې ایران ته د یادو کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې، چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د ایران دولتي خبري اژانس «اېرنا» د دغه هېواد د بابل ښار د امنیې قوماندان له قوله خبر ورکړ، چې یو زرو ۵۰۰ ناقانونه افغان کډوال چې د بابل په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل، افغانستان ته وشړل شول.
نوموړي دغه راز ویلي: «د ناقانونه افغان کډوالو د راټولولو طرحه له اعلان شوې لارښوونې سره سم په پرله پسې ډول دوام لري.»
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه بیا تر ۱۵مې پورې ټولټال ۱۰۶ زره او ۱۰۹ کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي، چې په دې کډوالو کې ۸۳.۷ سلنه یې له ایران او ۱۶.۳ سلنه یې له پاکستان نه ستانه شوي دي.