په غزني کې طالبانو دوه کسان د «اخلاقي فساد» په تور د زنداني کېدو ترڅنګ په دُرو ووهل

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې یادې ډلې په غزني ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د «اخلاقي فساد» په تور د دُرو وهلو او بند سزا ورکړې ده.

نوموړې محکمې (شنبه، وږي لومړۍ نېټه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، د غزني ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې، د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د اخلاقي فساد تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادې ډلې محکمې دا کسان هر یو په ۳ میاشتو بند او هر یو ۳۰ دُرې ووهل. د خبرپاڼې له‌مخې، دا پرېکړه د یادې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته عملي شوې ده.

طالبان نږدې هره ورځ د بېلابېلو تورنو له کبله عام خلک په عام محضر کې په دُرو وهي، چې دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا سخت غندل شوي.

د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې بدنې سزاګانې ودروي؛ خو طالبان وايي، د شریعت په پلي کولو د هېچا پروا نه کوي.

نور خبرونه

رادیو