پاکستانۍ رسنۍ وايي افغانستان له اقتصادي دهلېز سره د یوځای کېدو په صورت کې ګټه کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د پاکستان او چین د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې (PCJCCI) سرپرست مشر ظفر اقبال په حواله لیکلي چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به د افغانستان د ټولنیز اواقتصادي پرمختګ په برخه کې له سیمې سره ونښلي او له دې لارې به ډېر فرصتونه ورته برابر شي.

ظفر اقبال ټینګار کړی چې «سي پېک» به د افغانستان لپاره د لوی اقتصادي بدلون لامل شي، ځکه دغه هېواد د سیمې د بدلېدونکي سوداګرۍ او ترانزیټي نظام په منځ کې مرکزي رول لري.

اقبال زیاته کړې :«د ازبکستان، تاجکستان او مرکزي اسیا نور جمهوریتونه به د ګوادر له سمندري بندر سره ونښلي، چې افغانستان به د ټرانزیټي سوداګرۍاو اساسي برخو کې د پانګونې له لارې ډېره ګټه وکړي.»

نور خبرونه

رادیو