د افغانستان د څېړونکو شبکې په یوه راپور کې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون» د اغېزو او پلي کېدو په اړه د نوموړي قانون تر معرفي کېدو یوکال وروسته څېړنه کړې ده.
په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د دغه قانون د پلي کېدو ترڅنګ، کورنیو هم د نیول کېدو یا د طالبانو لهخوا د خبرداري ترلاسه کولو له وېرې پر ښځو خپل کنټرول ډېر کړی دی.
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي، د کورنیو نارینه غړي د دې لپاره چې د طالبانو لهخوا د خپلو خوېندو او لوڼو د نیول کېدو مخه ونیسي؛ پر هغوی یې کنټرول ډېر کړی دی.
د دغه راپور په وینا؛ ان هغه کورنۍ چې د طالبانو د امر بالمعروف له قانون سره جوړ نه دي، د ښځو د کنټرول تګلاره یې خپله کړې ده.
د بېلګې په توګه یوې سوداګرې ښځې صفیرا ویلي، چې نور نهشي کولای یوازې له کوره ووځي. هغې زیاته کړې: «پخوا مې خاوند یو ازاد فکره او نرم مزاجه سړی و؛ خو د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له پلي کېدو وروسته هغه هم ډېر محافظهکار شوی دی.» صفیرا وايي، خاوند یې اجازه نه ورکوي چې یوازې له کوره ووځي: «ښایي هغه زما ملتیا وکړي یا له زوی نه مې وغواړي، چې دا کار وکړي.»
هغې وویل: «زما خاوند دغه محدودیتونه ځکه لګولي، چې وېرېږي د طالبانو ماموران مې ودروي، ومې نیسي او یا مې هم بندۍ کړي. موږ اورېدلي، چې هغوی ان هغه ښځې هم نیولې دي چې حجاب یې اغوستی و. ان که په بشپړ ډول پټه هم وې، کېدای شي کومه پلمه پیدا کړي او تاسې له ځان سره یوسي.»
د افغانستان د څېړونکو شبکې لیکلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون ښځو ته د ماشومانو په سترګه ګوري. په راپور کې راغلي: «صفیرا چې د یوې فابریکې مالکه او مدیره ده، کله چې بهر وځي باید پر مېړه یا زوی متکي وي. حسینه د یوه نادولتي بنسټ کارکوونکې ده، چې پخوا یې د کار لپاره بېلابېلو ولایتونو ته سفر کاوه او اوس که وغواړي له کوره ووځي؛ نو باید خپل ورور یا ۱۴ کلن وراره له ځان سره بوځي.»
د طالبانو د امر بالمعروف له قانون سره د محتسبانو د چلند تناقض
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي، سره له دې چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د نارینهوو او ښځو یو بل ته لیدل منع کړي؛ خو د دغې ډلې محتسبان په خپله همدا کار کوي. هغوی ښځې تالاشي کوي، ورسره خبرې کوي او ان ځینې وخت یې نیسي هم.
سربېره پر دې، د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د ښځو د زدهکړو ټولګیو او یا هم د روغتونونو ښځینه برخو ته ننوځي.
د افغانستان د څېړونکو شبکې زیاته کړې، د طالبانو د امر بالمعروف قانون د دغې ډلې محتسبانو ته پراخ صلاحیتونه ورکړي چې د افغانانو ترمنځ یې وېره او اندېښنه پراخه کړې ده.
د دغه راپور لهمخې؛ د طالبانو د امر بالمعروف ماموران په ښار کې ښځې دروي او د هغوی د حجاب او پوښاک په اړه تذکر او خبرداری ورکوي.
د نارینهوو تجربه
د طالبانو د امر بالمعروف قانون یوازې ښځې نه؛ بلکې نارینه هم په نښه کړي دي. پرویز چې په غزني کې د یوه ښوونځي ښوونکی دی، وویل چې خپله مخکېنۍ دنده یې د ږېرې د لنډولو او د طالبانو د خوښې خلاف د جامو اغوستو له امله له لاسه ورکړې ده.
هغه ویلي، چې لا هم «ډېر ځوان» دی او غواړي خپلې جامې د وروستیو فېشنونو سره سم واغوندي؛ خو وروسته له دې چې دوه ځله ودرول شو او په دویم ځل د ږېرې د لږ لنډولو له امله د بند له ګواښ سره مخ شو؛ اوس د طالبانو د امر بالمعروف د مامورانو غوښتنو ته یې غاړه اېښې ده.
یو شمېر نورو نارینهوو هم ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون محدودیتونه پر ښځو د دوی «په شخصي ژوند کې لاسوهنه» ګڼي او د یاد قانون له معرفي کېدو وروسته ان د خپلې کورنۍ له ښځینه غړو سره هم په ارامه نهشي ګرځېدای.
په کندهار کې یو سوداګر احمدخان وویل: «زه نهشم کولای د کورنۍ ښځینه غړې له ځان سره چکر او تفریح ته بوځم. ان له خپلې مېرمنې سره په خپل موټر کې په ارامه سفر نهشم کولای.»