د «ارغواني شنبو» په نوم د ښځینه فعالانو یو غورځنګ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د طالبانو د مخالفانو غونډې ته غبرګون کې ویلي، چې دغه غونډه کولای شي د افغانانو د ملاتړ او پر طالبانو د فشار راوړنې لپاره یو فرصت وي.
نوموړي غورځنګ (جمعه، د زمري ۳۱مه) په خپل بیان کې زیاته کړې، د افغانستان په اړه هر ډول غونډې او تحولات باید د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ وي او هېڅ داسې پرېکړه باید ونه شي چې د خلکو له حقونو سره په ټکر کې وي.
دغه ښځینه فعالانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي دښمني باید پای ته ورسېږي او د پاکستانی حکومت باید د طالبانو ملاتړ ودروي. افغان ښځو له ګډونوالو غوښتي، چې له اسلاماباد نه وغواړي په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ وغندي.
په داسې حال کې چې غورځنګ په وروستیو کلونو کې د مېلیونونو افغان کډوالو د کوربهتوب لپاره د پاکستاني ولس ستاینه کړې؛ د راتلونکې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي، چې د پاکستان له حکومته وغواړي؛ څو د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي، د جبري اېستلو بهیر ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې د حزب اسلامي ګوند مشر د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په ګډون به یو شمېر سیاستوال، مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړې د اګسټ میاشتې په پای کې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره ناسته وکړي.