د پنجشنبې په سهار د سوېلي وزیرستان په برمل سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې ۱۱ ولسي وګړي ټپیان شوي دي. په دغه ټپيانو کې یوه ښځه او ماشومان هم شامل دي.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې دغه کسان هغه مهال ټپیان شوي چې وسلهوالو په سیمه کې پر یوه مهمه امنیتي پوسته ډزې وکړې. راپور زیاتوي، چې وسلهوال تر برید وروسته لومړی یوې ودانۍ ته ننوتل او بیا وتښتېدل.
د سیمې خلک وايي، چې ډزې څو ساعته روانې وې؛ خلک په کورونو کې بند پاتې وو او د واڼه اعظم ورسک لاره هم تړل شوې وه.