طالبانو او اندونیزیا د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ

۳ ساعتونه مخکې

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو سرپرست سعدالله بلوڅ او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ او ختیځې اسیا برخې د رييس ریکي احسان تر منځ په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټينګار وشو.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوستانه اړیکو د پراخولو او پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو، نړۍوالو او اسلامي ټولنو په سازمانونو کې د څو اړخیزو همکاریو په اړه له خبرو سربېره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو په تړاو هم بحث کړی دی.

د دغې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اړیکو او هر اړخیزو همکاریو د پراخولو په برخو کې پر خپلو ژمنو ټينګار وکړ.

نور خبرونه

رادیو