د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزې بنسټ «ملاله فنډ» د افغان نجونو د زدهکړې خوندیتوب، د جنسیتي توپیرونو پر وړاندې مبارزې او د جندر اپارتاید د قانوني پېژندنې لپاره د ۳،۶ میلیونه امریکايي ډالرو بودجه اعلان کړې ده.
ددغه بنسټ په وینا، دغه مرستې به د هغو افغان بنسټونو او نوښتونو ملاتړ وکړي چې د طالبانو تر واک لاندې سختو شرایطو کې د نجونو لپاره بدیلې زدهکړې برابروي، ترڅنګ یې د ښځو پر وړاندې د سیسټماټیکو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کوي او د نړیوالو قوانینو له لارې د عدالت غوښتنه کوي.
ملالې فنډ ویلي، د دغو مرستو موخه دا ده چې د افغان نجونو او ښځو غږ نور هم پیاوړی شي، د دوی مشرتابه ته ملاتړ ورکړل شي او له نړۍوالې ټولنې سره د همغږۍ یو پراخ بنسټ جوړ شي.
د افغانستان لپاره ددغه فنډ د نوښت مشره سحر حلیمزۍ وایي: "موږ له هغو افغانو نجونو او ښځو سره ولاړې یو چې د خپل شتون د حذفېدو پر وړاندې درېږي، دا د خلاصون یوه مبارزه ده، او موږ به له دوی سره د مبارزې په هر پړاو کې ولاړ یو."
ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د فنډ له لوري تمویلېدونکي نوي او پراخ شوي پروګرامونه شاوخوا ۱۰زره نجونو ته په افغانستان کې بدیله زدهکړه برابروي.
دا زدهکړه انلاین او حضوري ده، چې پکې نه یوازې درسي مواد، بلکې رواني مشورې، مسلکي روزنې، ډیجیټل مهارتونه او نړیوال اعتبار وړ اسناد هم شامل دي.
ملاله فنډ وایي، دا یواځې د مرستو یو پړاو دی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا بنسټ د نړۍ په کچه ۵۰میلیونه ډالر د نجونو زدهکړې ته ځانګړي کړي او افغانستان یې د خپلې ستراتېژۍ مهمه برخه ګرځولې ده.