د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د حقاني شبکې جنګیالي له مختلفو لارو کابل ته ننوتل او د وزارتونو، سیاسي استازځایونو، سیاسي شخصیتونو او مهمو مراکزو امنیت یې پرغاړه واخېست.

دې ډلې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو پخوانیو افغان چارواکو سره مستقیمې او غیر مستقیمې اړیکې ټینګې کړې او دوی ته یې ډاډ ور کړ، چې له امنیتي اړخه اندېښمن ونه اوسي.

ددې ډلې غړي ځانونه ښاري، عصري او له نړیوالو سره د اړیکو لپاره پرانېستي ښيي. له رسنیو سره ښې اړیکې ساتي او پر رسنیو او تبلیغاتو د طالبانو تر نورو ډلو ډېره پانګونه کوي.

د حقاني شبکې بدري لښکر او نورو جنګیالیو د کابل ښار د مهمو واټونو، سیمو او لارو امنیتي واګې په لاس کې واخېستې او پر ښار ددې ډلې تسلط ټینګ شو. دا د حقاني شبکې د قدرت اوج و، چې د طالبانو خپلمنځي شخړې هم ورسره پیدا شوې.

ددې ډلې غړي ځانونه ښاري، عصري او له نړیوالو سره د اړیکو لپاره پرانېستي ښيي. له رسنیو سره ښې اړیکې ساتي او پر رسنیو او تبلیغاتو د طالبانو تر نورو ډلو ډېره پانګونه کوي.

سراج‌الدین، چې د خپل پلار د نوم، میراث او وسله‌والو مهارتونو وارث دی، نن د افغانستان د امنیت، پولیسو، سرحدونو او ښاري کنټرول ټول صلاحیتونه په واک کې لري.

محمدنبي عمري چې د حقاني له نږدې کسانو څخه دی، د دغه وزارت مرستیال دی. عمري د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې د خوست د والي په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

د طالبانو رژیم د حقاني شبکې په اډانه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني د دغې شبکې مهم غړي دي. نجیب‌الله حقاني هم د نورجلال جلالي د ماما زوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرستخلیل‌الرحمن حقاني چ د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشتې کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، د سراج‌الدین حقاني تره او د حقاني شبکې د بنسټګر «جلال الدین حقاني» ورور و.

«تاج‌میر جواد» چې د مولوي منصور د ډلې غړی دی، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیالدی. د منصور ډله او حقاني شبکه په خپلو کې پخواني متحدین دي.هغه ته د ځانمرګو د سالار لقب هم ورکړل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور هم حقانیانو ته نږدې کس بلل کېږي.

مالي خان ځدراڼ چې د طالبانو ددفاع وزارت مرستیال لوی درستیز دی، د سراج الدین حقاني ماما او ددې شبکې مهم غړی دی. نوموړی په لومړنیو هغو کسانو کې شمېرل کیږي، چې د طالبانو د لومړنۍ دورې له سقوط وروسته یې په خوست کې ورانکاري فعالیتونه پیل کړل او پر امریکايي او ناټو ځواکونو یې په مختلفو سیمو کې بریدونه کول.

ددې شبکې بل مهم غړی بلال فاتح دی، چې اوس په واک کې شریک نه دی، خو د مولوي سنګین د ډلې مشري کوي. مولوي سنګین د حقاني شبکې مهم قوماندان و.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰ ولایتونه او یو شمېر ریاستونه او سفارتونه د حقاني شبکې له غړو سره دي او دغه راز د څه باندې ۱۰ ولایتونو پر امنیه قوماندانۍ او ځینو قول‌اردوګانو د حقاني شبکې غړي مقرر دي.

د طالبانو په رژیم کې ځینې خپلواکې ادارې د حقاني شبکې په برخه رسېدلې، خو یو شمېر وزارتونه له داسې کسانو سره دي چې هغوی له دواړو خواوو هم له هبت الله او هم حقاني سره ښې اړیکې لري.

د طالبانو د دې مهمې برخې (حقاني شبکې) یو شمېر نور مهم غړي هم د دغه رژیم په مهمو موقفونو کې دي، لکه کډوالو چارو وزیر، چې له حقاني شبکې ښې اړیکې لري او له پخوانیو افغان سیاسي مشرانو سره وخت ناوخته لیدنې کوي. نوموړی د خوست د لکڼو سیمې اوسېدونکی دی.

همداراز ابراهیم حقاني چې د جلال‌الدین حقاني ورور او د سراج‌الدین حقاني تره دی، کومه رسمي دنده نه‌لري، خو د یادې ډلې له ټولو امکاناتوګټه اخلي او دا مهال کابل کې د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني په کور کې مېشت دی. ابراهیم حقاني د شبکې د قومي اعتبار په لوړولو، خبرو اترو، جرګو او مرکو کې فعال کس ګڼل کیږي.

د حقاني شبکې وزارتونه:

د کورنیو چارو وزارت

د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت

د عامې روغتیا وزارت

د کډوالو وزارت

د اوبو او انرژۍ وزارت د ملا نصرالله منصور ډلې اړوند دی (د حقانیانو متحدین)

خو له کابل بهر د حقاني شبکې رول څومره دی؟

د مرکز په توګه په سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلونونو کې د کابل ارزښت ټاکونکی دی، خو د طالبانو د حکومتولۍ په سیسټم کې واک په غیر رسمي ډول له کابل نه کندهار ته انتقال شوی او دې چارې د کابل رول سمبولیک کړی دی. د طالبانو کابینه، مشران او حتا ټیټ رتبه چارواکي د غونډو، ځان سپیناویو، وفادارۍ د اظهار او رپوټ ورکولو لپاره کندهار ته ځي. پر کابل د حقانیانو تسلط هم ورځ تر بلې محدودیږي.

د افغانستان د ملي اردو پخوانی جنرال او د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات په باور، هبت‌الله له یو شمېر استخباراتي ادارو څخه د حقاني شبکې لوړپوړي کسان اېستلي او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي دي.

سادات وايي، په قول‌اردوګانو کې هم د حقاني شبکې کچه صفر ده او په وینا یې، هېڅ قول اردو د حقاني شبکې په واک کې نشته. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « حقاني شبکه یوازې په لوګر، میدان وردګ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ګوتو په شمېر قوماندانان لري او نور اکثریت ولایتونه د هبت‌الله اخوندازه په کنټرول کې دي».

نوموړی زیاتوي، چې اوس د کورنیو چارو وزارت اړوند لوړو بستونو کې هم د حقاني شبکې ونډه کمه شوې او دا مهال ډېری امنیه قوماندانۍ د هبت‌الله تر کنټرول لاندې دي. سادات په واک کې د هبت‌الله ونډې ته په اشاره ټینګار کوي چې مذهبي روایت په بشپړه توګه د نوموړي په اختیار کې دی.

د متحدې جبهې مشر وویل: «اکثره جنګي قوماندانان د ملا هبت‌الله اطاعت کوي. د سراج‌الدین حقاني او ملا برادر په ګډون که ګڼ شمېر طالب قوماندانان سره یو ځای شي نو یوه قول‌اردو نه‌شي نیولای.»

خو له دې سره سره، د شنونکو په باور، که سبا د طالبانو دننه اختلاف رامنځته شي، یا یې مشر مري، یا وژل کیږي، سراج الدین حقاني به د هغه څوکۍ ته تر ټولو لوړ او قدرتمند نوماند وي. سره له دې چې د امیرالمومنین لقب علمي او فقهي وزن ته اړتیا لري، خو د طالبانود دوو نورو مشرانو ملا محمد عمر او مولوي منصور د ټاکل کېدو څرنګتیا ته په پام، پوځي سابقه، د شبکې پراخوالي او د طالبانو په منځ کې نفوذ ټاکونکي عوامل کېدای شي. سراج‌الدین د دیني علومو له پلوه ښايي د هبت‌الله اخوندزاده سيال نه وي، خو د سازمان جوړونې، نفوذ پراخونې، بهرنیو جنګیالیو او له نړیوالو سره د هوښیارانه تعامل له اړخه یوه پیاوړی مهره بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو