د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال د پوره کېدو په درشل کې یو ځل بیا له افغان ولسه د خپل ملاتړ له څرګندولو سربېره د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو نقضول غېر عادلانه او د نه منلو وړ وبلل.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې جدي او سیستماتیکه سرغړونه په کلکه غندلې او په وینا یې له دغې چارې د طالبانو موخه د هېواد د نیمايي نفوس له منځه وړل دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، «هغه پرېکړې چې د تېر کال په اوږدو کې طالبانو کړي، یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۱ کال د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک له لارې ټاکل شویو ژمنو ته د دوی بې احترامي ښیي. د طالبانو له لوري د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پر افغان ښځو د طبي زده کړو بندیز، د ښځو او نجونو د حقونو د ګڼو سرغړونو لړۍ نوره هم پراخوي، چې دا کار د منلو نه دی.»
فرانسې همداراز ژمنه کړې، چې له اروپايي او نړۍوالې ټولنو سره په ګډه به د افغانستان د وضعیت څارنې لپاره هڅې وکړي او د ښځو او نجونو د حقونو او بشري مرستو د برابرولو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر ټولو ډېر او سخت محدودیتونه پر ښځو او نجونو ولګول او ورسره یې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او همداراز ښځې له کار کولو منع کړې، چې دغو چارو بیا له کورنیو غبرګونونو سربېره ګڼ نړۍوال غبرګونونه هم راوپارول.