ظاهر اغبر: هڅه کوو چې افغان نجونو ته په انلاین بڼه د زده کړو زمینه برابره کړو

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوي، خو په تاجکستان کې د افغانستان د مخکېني جمهوریت سفیر ظاهر اغبر وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې له زده کړو محرومو افغان نجونو ته په انلاین بڼه د زده کړو زمینه برابره کړي.

ظاهر اغبر د دوشبنې په ورځ (د زمري ۲۷مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په تاجکستان کې د سامانیانو د عمومي تعلیماتو ښوونځي له رهبرۍ سره په کتنه کې یې پرېکړه کړې، چې په ګډه به په افغانستان کې له زده کړو محرومو افغان نجونو ته په انلاین بڼه د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، په تاجکستان کې یې د سامانیانو د عمومي تعلیماتو ښوونځي له رهبرۍ سره په کتنه کې همداراز پرېکړه وکړه، چې په تاجکستان کې له زده کړو پاتې افغان زده کوونکو ته د سویې د ازموینې په اخیستو سره د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.

په تاجکستان کې د سامانیانو د عمومي تعلیماتو د ښوونځي مشرتابه هم ژمنه کړې، چې افغان نجونو ته به د زده کړو د دوام لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز لګولی، ښوونځي یې تړلي او حتی د ښځو زده‌کړه‌ییزې ادارې، لکه د طب او قابلګۍ ښوونځي یې هم بند کړي دي. دا بندیزونه نه یوازې د ښځو سواد ته تاوان رسوي، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ بهیر یې هم اغېزمن کړی دی.

څه موده مخې یونسکو ویلي، چې باسواده وګړي باید د خپلې پوهې له لارې د ټولنې بدلون ته زمینه برابره کړي، خو دا مهال افغانستان کې ان د لیک لوست اساسي مهارتونه د میلیونونو خلکو له لاسرسي بهر دي. د تېرو شلو کلونو پرمختګونه اوس له منځه تللي او د ټول نسل تعلیمي راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.

نور خبرونه

رادیو