د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د مدني ټولنې فضا له‌منځه تللې ده

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا شنبه (د زمري ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ويلي، چې طالبانو د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو ژوند تریخ کړی، د خلکو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او افغانستان ته په زور د افغان کډوالو اېستل د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې په اړه ويلي، چې د افغانستان خلک او په تېره بیا ښځې په پرله ‌پسې ډول له سختو بندیزونو سره مخ دي؛ ځکه طالبانو د جنسیتي ظلم یو منظم پلان عملي کړی دی. په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان د بیان له ازادۍ، رسنیو، بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو سره ښکاره دښمني کوي.

د دغې شورا په وینا؛ د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون» د ښځو او نجونو ژوند نور هم ګران کړی، چې دا د جنسیتي توپیر او بشري ضد جنایتونو ښکاره بڼه ده. دغه شورا زیاتوي، چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي او له کار، ازاد تګ راتګ، کلتوري او ټولنیز ژوند څخه هم بې برخې شوې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هنرمندان د نیولو، شکنجو او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. اعلامیه وړاندې کاږي، په عام محضر کې د خلکو په درو وهل او اعدامونه هم دوام لري، د مدني ټولنې فضا یو مخ له منځه تللې ده.

دغه شورا وايي: «په افغانستان کې د بشري ناورین کچه ورځ تر بلې پراخېږي؛ د مرستو کمښت، د طالبانو بندیزونه او د ایران او پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو جبري اېستل افغانان نور هم له ګواښ سره مخ کړي دي. افغانان داسې مهال په زور افغانستان ته شړل کېږي، چې دغه هېواد د هغوی لپاره خوندي ځای نه‌دی.»

د دغې اعلامیې له مخې؛ «د ملګرو ملتونو کارپوهان سپارښتنه کوي، چې باید د دغه وضعیت د مهارولو لپاره ټول وسایل او امکانات په کار واچول شي؛ لکه نړۍوال فشار او حساب ورکول. باید د جنسیتي توپیر موضوع د جرم په توګه راپورته شي. باید د ښځینه حقونو ټولنو او کليوالو ښځو ملاتړ وشي، باید نویو راستانه شویو کډوالو ته بشري مرستې ورسول شي او په عمومي ډول د مدني ټولنې فضا را منځ ته شي.»

د ملګرو ملتونو شورا وايي، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا ښځې له خپلو حقونو بې‌برخې کول باید عادي کار و نه ګڼل شي او باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي. دغه شورا وایي، که څه هم د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی؛ خو دغه وضعیت به تل داسې نه وي او په دوامداره توګه نړۍواله همکاري اړینه ده، چې د طالبانو د ظلم د پراخېدو مخه ونیول شي.

نور خبرونه

رادیو