طالبانو په غور او ننګرهار ولایتونو کې ۱۴ کسان له نږدې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکو او سلګونه نشه کوونکو ټابلېتونو سره یو ځای نیولي دي.
په غور ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې یې د شنبې په ورځ «د زمري په ۲۵مه» د نشه يي توکو ۳ کاروباریان د «اېف» په نوم له ۹۰ کیلوګرامه نشه يي توکو او یوه سراچه موټر سره یو ځای نیولي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین هم وايي، په تېره اونۍ کې یې ۱۱ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور یې نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، له دغو کسانو ۱۲۶۷ زیکپ نشه يي ټابلېتونه، ۱۴۰ ټابلېتK، ۸ کیلوګرامه چرس او ۲۰۰ ګرامه «شیشه» هم ترلاسه شوي دي.
دغه کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږنو وروسته د طالبانو عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.