پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۴ فلسطینیان وژل شوي دي

پرون

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۴ نور فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې مرستو ته په تمه د ۱۰ کسانو په ګډون ۵۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې څلور نور فلسطینیان بیا د لوږې له امله مړه شوي دي. له دې سره د غزې پر وړاندې د اسراییل په روانه جګړه کې تر دې دمه لږترلږه ۶۱،۷۷۶ کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو