د طالبانو بندیزونه؛ یونسکو اندېښنه لري، چې تر ۸۰سلنه ډېرې ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۳

د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور ادارې (یونسکو) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزو فشارونو له امله رسنۍ نه یوازې د پراخو بندیزونو سره مخ شوې؛ بلکې ۸۰سلنه ښځینه خبریالانې هم بې دندو شوې دي.

د یونسکو د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب څانګې مشره اندریا کایرولا په فرانسه کې د افغان ښځو له لوري د بېګم په نوم له یوې رسنۍ څخه د لیدنې پر مهال ویلي: «افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته پر لاس‌رسي سخت بندیزونه لګول شوي دي».

په راپور کې اندېښنه ښوول شوې، چې د ۲۰۲۱کال تر اګسټ میاشتې وروسته ډېری هغه ښځینه خبریالانې چې د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ کوونکې وې؛ له دند وشړل شوې او اوس له سخت وضعیت سره مخ دي. همدا راز اندېښنه ښوول شوې، چې نجونې د زده‌کړو او کار په برخه کې هم له سختو ننګونو سره مخ دي او عامه ژوند یې هم سخت محدود شوی دی.

همدا راز ټینګار شوی دی، چې په دغه وضعیت کې د عامه رسنیو له لارې د ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو چمتو کېدو ارزښت څو برابره لوړ شوی دی. یونسکو ویلي، چې له پاریس څخه د خپرېدونکې بېګم راډیو د «تبسم خپرونې» څخه دوی مالي ملاتړ کوي او دا یو له هغو خپرونو ده، چې د سپوږمکۍ له لارې د افغانانو تر کورونو رسېږي.

په راپور کې د یادې خپرونې د کوربنې دیبا اکبري له خولې لیکل شوي: «زه خبریاله وم، خو خپله دنده مې له لاسه ورکړه او اړه شوم هېواد پرېږدم. ډېری ښځې او نجونې له رواني ستونزو سره مخ دي. موږ په تبسم کې په ساده ژبه پوهاوی ورکوو او د ستونزو د حل لارې شریکوو.»

همدا راز د بېګم ټلوېزیون د بنسټګرې حمیده امان له قوله زیاته شوې: «نن په افغانستان کې ډېری ښځې له زده‌کړو او کار بې برخې شوې، له ټولنیز ژوند اېستل شوې او په کورونو کې راګیر شوې دي. زموږ دنده دا ده، چې بې‌ غږو ته غږ ورکړو او د هغوی اړیکه له زده‌کړې سره وساتو».

د یونسکو د زده‌کړو د ملاتړ برخې مشره مین کېم جونګ وايي: «د زده‌کړې او رواني روغتیا ترمنځ نږدې تړاو شته. له همدې امله یونسکو د دغه ناورین په لړ کې د رواني او ټولنیز ملاتړ په برخه کې همکاري اړینه بولي».

یونسکو د راپور په پای کې ټینګار کړی، چې د افغانانو د بنستیزو حقونو، زده‌کړو، معلوماتو ته د لاس رسي او بیان ازادۍ په برخو کې ملاتړ ته ځانګړې ژمنتیا لري.

نور خبرونه

رادیو