د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا سیمهییز دفتر ویلي، چې د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر له یو کال راهیسې له عادلانه محکمې پرته «ناحقه» زنداني دی.
دغه دفتر نن چهارشنبه (د زمري ۲۲مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې «په بند کې د علي وزیر د مودې د غځولو لپاره ګڼې بېبنسټه کیسې جوړې شوې دي.»
د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر تېر کال د اګسټ په میاشت کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او لاهم په زندان کې دی.