برازیل د امریکایي تعرفو د اغېزو کمولو لپاره برازیلي صادروونکو سره ۵مېلیارده ډالر مرسته کوي

۷ ساعتونه مخکې

د برازیل ولسمشر لويز لولا اعلان کړی، چې د تعرفو د اغېزو کمولو لپاره به برازیلي صادروونکو او هغه شرکتونو ته چې د امریکا له لوړو تعرفو اغېزمن شوي؛ ۵.۵۵ مېلیارده ډالرو پورې مالي مرستې او د پور کڅوړې برابرې کړي.

نوموړي هیله ښودلې، چې له دې مرستې سره به شرکتونه او صادروونکي تر ډېره خپلې مالي ستونزې حل کړي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د روانې اګسټ میاشتې په پیل کې په برازیلي توکو په ټولیزه توګه تر ۵۰سلنه تعرفې ولګولې چې د برازیل توند غبرګون یې راوپاراوه.

نور خبرونه

رادیو