د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ډونالډ ټرمپ سره د کتنې په اړه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته معلومات ورکړي دي. که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نهدي خپاره شوي؛ خو د پوتین او کېم جونګ اون رسنیزو دفترونو ویلي، چې په دغه ټیلفوني خبرو کې دواړو مشرانو د اړیکو پر پراختیا بحث کړی.
شمالي کوریا او روسیه په خپلو کې ښې اړیکې لري او د راپورونو له مخې؛ تراوسه د شمالي کوریا څه باندې لسو زرو ځواکونو د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ملاتړ برخه اخیستې ده.