د سوېلي کوریا پخوانۍ لومړۍ مېرمن کېم ګون هي د پولیسو له لوري نیول شوې ده. پر هغې تور دی، چې د واکمنۍ پرمهال یې رشوت او قیمتي ډالۍ اخیستې دي. د مېرمن کېم خاوند او د سوېلي کوریا پخوانی ولسمشر هم د پوځي کودتاه د ناکامې هڅې او ځینو نورو تورونو له کبله دا مهال په زندان کې دی.
خو مېرمن کېم بیا پرځان لګېدلي تورونه بېبنسټه بللي دي.